ولایتي لنډ خبرونه:(ننګرهار، پکتیا)

news_admin
Sat, May 25 2024 2:47 PM
ولایتی

د ننګرهار ولایت د زندان مسوولینو په وینا د دې ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ  د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) ۱۰ ورځینۍ سیالۍ چې د یاد زندان ښوونې او بیا روزنې امریت له لوري په لاره اچول شوې د یو لړ مراسم په ترڅ کې پای ته ورسېدې
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې چې د یاد ولایت د زندان مسوولینو برخه لرله د نبوي (صلی الله علیه وسلم) سیرت د زده کړې او دغه ډول روزونکو برنامو په ارزښت یې خبرې و کړې.
نوموړو مسوولینو وویل: دا د هر مسلمان ځوان دنده ده چې د خپل محبوب پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د مبارک سیرت څخه ځان خبر کړي او په خپل ورځني ژوند کې یې عملي کړي.
داراز، نوموړو ویناوالو د دې زندان د ښوونې او بیا روزنې مسوولینو مننه وکړه چې زندانیانو ته دغه ډول روزونکي پراګرامونه په لاره اچوي او په راتلوونکې کې یې د هغو پر دوام ټینګار وکړ. 

پکتیا:
بل لور بیا، د پکتیا ولایت د زندان مسوولین وايي  تېره ورځ په یاد زندان کې د زندانیانو د سالمې روزنې په موخه  ورزش مینه والو  ته د زندانیانو ترمنځ د والیبال سیالیو تورنمنټ چې په لاره اچول شوی وو، د عبدالله والیبال لوبډلې په اتلوالۍ سره پای ته ورسید.
د دې ولایت د زندان رئيس محترم مولوي سهيل "سعيد" په وینا دغو سیالیو موخه تفریح، د زندانیانو حالت څخه د خلکو خبراوی او د هغوی ترمنځ د یوې ښې سالمې فضا رامنځ ته کول وو، څو له یوې خوا زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي او پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.

ذوالقعدة الحرام ۱۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS