د زابل ولایت د زندان لپاره نوی امر په دنده وګومارل شو

news_admin
Thu, Jun 13 2024 12:20 PM
zabul

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره سم محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" چې تر دې مخکې د پکتیکا ولایت د زندان امر  و، د زابل  ولایت د زندان د نوي امر په توګه د دې زندان پرسونل ته معرفي او نوموړي هم رسماً خپله دنده پیل کړه.
په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې چې د نوموړي ولایت د مقام د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي احمد مختار هم ګډون درلود په خپلو خبرو کي تغیر او تبدیل د نظام یو اصل یاد کړ ترڅنګ د تیر مسوول کړنې او فعالیتونه وستایل ترخوا له کارکوونکو څخه وغوښتل چې له نوي امر سره په کارونو کې پوره همغږي وکړي.
په ورته وخت کې د زابل ولایت نوي امر محترم مولوي محمد هاشم حقاني ژمنه وکړه چې ورسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره ریښتینوالۍ او امانتدارۍ سره سرته رسوي.

ذوالحجة الحرام ۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS