د میدان وردګ ولایت د زندان نظامي مرستیال او مل پلاوي یې د دې ولایت د سید اباد او چک ولسوالیو له توقیفخونو څخه ليدنه وکړه

news_admin
Sat, Jun 15 2024 2:10 PM

د دغه ولایت د زندان نظام مرستیال او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د سید اباد او چک ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د دغو ولسوالیو د توقیفخونو له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.

ذوالحجة الحرام ۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS