هلمند ولایت د باغران او بغني ولسوالیو توقیفخونو لپاره نوي امرین په دندو و ګومارل شول

news_admin
Sun, Jun 30 2024 3:18 PM
هلمند

د هلمند ولایت د زندان رئیس محترم الحاج مولوي بهاوالدین "عاطف" په مشرۍ یوه پلاوی باغران او بغني ولسوالیو ته په سفر ولاړ، او د ادارې له اړتیا سره سم یې محترم مولوي بهار د باغران ولسوالۍ د توقیفخونې امر په توګه او محترم مولوي صدیقي د بغني ولسوالی د توقیفخونې د امر په توګه د مراسمو په ترڅ کې  د یادو توقیفخونو پرسونل ته معرفي کړل.
داراز، په دې اړه د جوړو شویو مراسمو کې ویناوالو د دې ولسوالیو د توقیفخونو د مخکینيو مسوولینو کړنې او فعالیتونه وستایل او د یادو توقیفخونو له ملکي او نظامي پرسونل څخه یې له اوسنيو مسولینو سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې، د نوموړو توقیفخونو لپاره نویو ګومارل شویو مسوولینو د د یاد ولایت د زندان له رهبرۍ څخه پر هغوی د باور  کولو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د ادارې له لورې ورسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ  سره پر مخ وړي.

ذوالحجة الحرام ۲۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS