د ایمرجنسي روغتون مسوولینو ژمنه کړې، چې دوی به د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د محجوزینو درملنې لپاره په اونۍ کې یوه ورځ خپل ډاکټران استوي

news_admin
Wed, Jul 03 2024 3:05 PM
markiz

 

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محترم مولوي شرافت الله " حقانې " په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتون له پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د ماشوانو محجوزینو پر مربوطه یولړ روغتیایي مسايلو یې خبرې اترې وکړې.

په دې خبرو اترو کې یاد پلاوي ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به دوی په اونۍ کې یوه ورځ د غاښونو یو ډاکټر نوموړي مرکز ته استوي او هغه به د ماشومانو محجوزینو د غاښونو هرډول ناروغیو درملنه کوي.

پلاوي زیاته کړه، چې دوی د کابل د اصلاح او روزنې مرکز په غوښتنه په دغه ولایت کې د ایمرجنسي په مرکزي روغتون کې د محجوزینو د اورتوپیدي، الرژي یا حساسیت لرونکو، د سترګو او هغو ناروغیو درملنې ته چمتو دي، چې په دې مرکز کې یې درملنه ناشونې وي.

همداشان، د ایمرجنسي روغتون یاد پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د روغتیایي برخې د کتنې پرمهال د یادې برخې له طبي پرسونل سره هم ولیدل او له هغوی سره یې د ځینو اړتیاوو، نیمګرتیاوو او غوښتنو ته په ګډه د رسېدنې په هکله بحث وکړ.

داراز، د ایمرجنسي روغتون پلاوي د خپلو ژمنو په ترڅ کې وویل، دوی به د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز له روغتیايي برخې سره د یولړ طبي امکاناتو او اړتیا وړ درملو مرسته هم وکړي، چې د دغه مرکز مسوولینو له یادو ژمنو څخه د خوښۍ په څرګندولو وویل، دا مرستې به د ماشومانو محجوزینو لپاره د ښو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته ډېره ګټه ورسوي.

 

ذوالحجة الحرام ۲۶/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS