د هلمند ولایت په زندان کې د برېښنا سېسټم اړوندو ستونزو ته رسېدنه وشوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په هڅو او د هېواد زندانونو ته د پاملرنې په لړ کې، دا ځل د دغې ادارې له خوا د هلمند ولایت په زندان کې د برېښنا د ستونزې د مخ نیوي په موخه د ادارې د تجربه لرونکو انجنیرانو ټېم چې مشري یې د ادارې د تعمیراتو رئیس محترم مولوي عبدالرحمن "عابد" کوي زندان ته رسېدلی څو ژرترژره د برېښنا اړوندو ستونو ته د پای ټکی کېږدي.
همدا راز، د محترم مولوي عابد په وینا د هلمند ولایت د مرکزي زندان د برېښنا د جنراتورونو د ترمیم ترڅنګ یې د دې ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د برېښنا یو شمېر ستونزې هم حل کړي څو په خبره یې هم د کارکوونکو او هم د زندانیانو لپاره اسانتیاوې برابرې شي.
ذوالحجة الحرام ۲۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت