د سمنګان ولایت د زندان لپاره نوی امر په دنده وګومارل شو

news_admin
Thu, Jul 04 2024 11:36 AM
samngan

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو د ادارې د مسوولینو له خوا د سمنګان ولایت د زندان پرسونل ته محترم قاري نورمحمد "تالقاني" د دې زندان د نوي امر په توګه وپېژندل شو او د خیر دعا ورته وشوه.

نوموړو مسوولینو په خپلو خبرو کې وویل، هیله مند یو چې محترم "تالقاني" به تر خپل لاس لاندې کارکوونکو سره ښه چلند کوي، له حاله به يې ځان تل خبروي، ستونزو ته به یې په خپل وخت رسېدنه کوي او کارکوونکي به هم له خپل نوي امر سره پوره همکاري کوي.

د سمنګان ولایت د زندان لپاره نوي ګومارل شوي امر چې نن يې رسماً خپل کار پیل کړ ژمنه وکړه او ویې ویل، د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ له لورې ورسپارل شوي مسوولیتونه به پروخت او په پوره امانتولۍ ترسره کوي.

 

ذوالحجة الحرام ۲۷/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS