د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس او مل پلاوي یې د میدان وردګ ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Sun, Jul 21 2024 2:26 PM
ولایتی

د دغې ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي د میدان وردګو ولایت د زندان له مسوولینو سره ولیدل او په اړوند مسایلو یې ورسره خبرې اترې وکړې. په ورته وخت کې، پلاوي د یاد زندان له روغتون او د زندانیانو او پرسونل لپاره له پخلنځي څخه په لیدنه کې ډاکټرانو ته د ناروغانو د روغتیا ساتنې په موخه د لا پاملرنې زیاتولو او ښې درملنې په هدف د هڅو ترڅنګ، پخوونکو ته د غذايي توکو د کیفیت لا ښوالي او د نظافت په پام کې نیولو لارښوونه وکړه. داراز، د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د نورو برخو د ارزونې ترخوا له زندانیانو سره هم له نږدې وکتل، د هغوی وضعیت یې وارزاوه چې نوموړو د خپلو غوښتنو د یادولو ترڅنګ له دوی سره د مسوولینو چلند ښه یاد کړ. همدا راز، پلاوي نوموړو زندانیانو ته ډاډ ورکړ چې په وخت به یې ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه کېږي، او اړوندو مسوولينو ته یې د نوموړو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو، ستونزو او روا غوښتنو ته یې د رسېدنې په موخه لازمې لارښوونې وکړې. محرم الحرام ۱۵/ ۱۴۴۶ د مقام د دفتر ریاست د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS