د میدان وردګ ولایت له زندان سره د یو اندازه روغتیایي توکو مرسته وشوه

news_admin
Thu, Aug 08 2024 1:21 PM
madin

د نوموړي زندان د مسوولینو په خبره، په دغو توکو کې د ځان مینځلو صابون، شامپو، د غاښونو کریم او برس، د جامو مینځلو پوډر، جان پاک جورابې او ځینې نور اړوند توکي شامل وو، د مرستندویې موسسې د استازو په شتون کې د دې زندان پر ښځینه محبوسینو او د یاد ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز پر ماشومانو محجوزینو په پوره روڼتیا وويشل شول.

همدا راز، د میندان وردګ ولایت د زندان مسوولینو د یادې مرستې په پار د مننې ترڅنګ دغه توکي اړین وبلل او له نوموړې موسسې یې د ورته نورو مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

 

صفر المظفر ۴/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS