د زندانونو چارو د سمون ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس د اړوندو مالي برخو له مسوولینو سره په ناسته کې پر مهمو مالي مسایلو بحث وکړ

news_admin
Wed, Aug 21 2024 1:26 PM
مالی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده" د ادارې د مالي او حسابي رئیس محترم مشعل "حکمت"، د تدارکاتو رئیس محترم میرمحمد "مجدود" او یو شمېر نورو مربوطه مسوولینو ترمنځ جوړې شوې ناستې په ترڅ کې د (۱۴۰۳) مالي کال پر پلانونو، د بودجې پرځای کارولو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په اړه هراړخیز بحث او لازمې سلا مشورې وشوې.

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس ګډونوالو ته په خبرو کې زیاته کړه چې د یادې ادارې تر چتر لاندې د ریاستونو او امریتونو مسوولین دې په نوي مالي کال کې د لا غوره امکاناتو د چمتو کولو په موخه خپلې هڅې نورې هم کړندۍ کړئ څو پر مټ یې په اداري چارو کې مثبت تغیر ولرو.

همداشان، په یاده ناسته کې د اړتیا وړ مهمو موضوعاتو په هکله هم بحث وشو او په دې تړاو اړوندو مسوولینو ته د شرعي او قانوني اصولو په مطابق لازمې لارښوونې وشوې.

 

 

صفر المظفر ۱۷/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS