د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس او مل پلاوي یې د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې له توقیفخونې څخه لیدنه وکړه

news_admin
Wed, Aug 21 2024 1:34 PM
تعلیم تربیه

د دغې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري" او مل پلاوي د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې توقیفخونې له مسووولینو سره په لیدنه کې د پرسونل او توقیفیانو د ښوونېزو چارو په اړه بحث وکړ.

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد ناصري په وینا د نوموړي توقیفخونې د پرسونل او توقیفیانو لپاره یې د دیني مدرسې ځای مشخص کړی او اړوند لازم توکي به ورته ډېر ژر برابر او په نږدې وخت کې به پرانېستل شي.

همدا راز، د نوموړي په وینا موخه یې توقیفیان په اسلامي فکر او روحیه روزل دي څو په راتلونکي کې له دلته ورکړل شوېو زده کړو او وړتیا څخه په ګټې اخیستنې سره خپلې کورنۍ او ټولنې ته د ښه خدمت جوګه شي.

 

صفر المظفر ۱۷/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS