د میدان وردګ ولایت د زندان د څارنې کمېټې د دې ولایت د زندان له اداري شعبو څخه لیدنه وکړه

news_admin
Sat, Aug 24 2024 10:18 AM
میدان وردک

د میدان وردګ ولایت د زندان امر محترم مولوي صلاح الدین په مشرۍ د څارنې کمېټې پلاوي د نوموړي ولایت د زندان د اداري شعبو څخه ارزونه وکړه او د نوموړي زندان مدیرانو ته یې د کاري چارو د لاښه پرمخ وړلو په پار لازمې لارښوونې وکړې.
داراز، د یاد زندان مدیرانو پلاوي ته ډاډ ورکړ چې ورسپارل شوی مسوولیت به په خپل وخت سره سرته رسوي او د چارو د لا ښه پرمخ وړلو په موخه هڅې لا ګړندۍ کړي.
د دې زندان امر په مشرۍ پلاوي د یادې ارزونې په پای کې یو شمېر هغو مدیرانو ته چې خپلې چارې یې په خپل وخت په ښه توګه سرته رسولې وې او په مسلکي برخو کې یې  وړتیا ښودلې وه، د  نورو همکارانو د هڅونې په پار، مننلیکونه ورکړل او په چارو کې ورته د لا بریالیتوب هیله وکړه.

صفر المظفر ۲۰/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS