د میدان وردګ ولایت د زندان او توقیفخونو د کارکونکو د ظرفیت لوړونې په موخه دوه ورځینی سیمینار پیل شو

news_admin
Tue, Aug 27 2024 2:05 PM
میدان وردک

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او د هېواد زندانونو ته د پاملرنې په لړ کې دا ځل د میدان وردګو ولایت د زندان او توقیفخونو د کارکونکو د ظرفیت لوړونې په هدف دوه ورځینی سیمینار پیل شو.

د میدان وردګ د زندان امر محترم مولوي صلاح الدین په وینا، یاد سیمینار یې د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل کړی چې له دې سره به د دې ولایت د زندان او توقیفخونو کارکونکو ته د زندانیانو او توقیفیانو د ساتنې له هغوی سره د ښه چلند، د اعاشې، اباتې، د بندیانو‌ د انتقال، د هغوی د تسلیمولو‌ طریقه ‌او ورته د غوره اسانتیاوو برابرولو تر څنګ نور د اړتیا وړ مهم موضوعات شریک شي.

 

د یو بل خبرې له مخې، د بغلان ولایت د زندان مسوولینو تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه ماموریت "یوناما" د بشري حقونو د برخې له پلاوي سره ولیدل او د زندانیانو د ژوندانه د وضعیت، د هغوی د بشري حقونو د خوندیتوب او په نورو اړوندو موضوعاتو یې ورسره خبرې اترې وکړې.

 

بل لور بیا، د کنړ د زندان رهبرۍ پلاوي د دې ولایت د یو شمېر ولسوالیو د توقیفخونو له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې لیدنه کې د اړوندو توقیفخونو د مسوولینو ستونزې او غوښتنې واورېدل شوې او د حل په موخه یې ورته د ژر رسېدنې ډاډ ورکړل شو.

 

صفر المظفر ۲۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS