د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعمیراتو رئیس  د ننګرهار ولایت د زندان له تعمیراتي چارو څخه لیدنه وکړه

news_admin
Tue, Aug 27 2024 2:12 PM
تعمیرات

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه د ادارې د تعمیراتو رئیس محترم عبدالرحمان "عابد" په مشرۍ یو پلاوی ننګرهار ولایت ته ولاړ او هلته یې د دغه ولایت د زندان له مسوولینو سره د تعمیراتي او رغنیزو چارو په اړه خبرې اترې وکړې.

په دې خبرو اترو کې، د ننګرهار ولایت د زندان د تعمیراتي او برېښنا سیسټم  په برخه کې ټولې ستونزې او اړتیاوې په ګوته او د حل لپاره یې د رسېدنې ژمنه وشوه.

په ورته وخت کې، د یاد زندان مسوولینو په دغه زندان کې د زندانیانو د لا هوساینې په هدف د یو شمېر نورو تعمیراتي خدمتونو د زیاتولو غوښتنه وکړه چې د پلاوي له لوري ورته یاده موضوع په مرکز کې له رهبرۍ سره د شریکولو او تر غور او مشورې وروسته د ډېر ژر رسېدنې ډاډ ورکړل شو.

 

صفر المظفر ۲۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS