د پلټنې عالي ادارې پلاوي د زندانو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ سره د دې ادارې د مالي برخې د پلټنو پایلې او سپارښتنې شریکې کړې

news_admin
Thu, Sep 05 2024 11:23 AM
دیار رییس صاحب

د نوموړې ادارې لپاره د افغانستان د پلټنې عالي ادارې له خوا د محترم عبدالله "عارفزي" په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي، د دغې ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په مشرۍ او د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"، د مالي او حسابي رئیس محترم حکمت "مشعل" او یو شمېر نورو مسوولینو په ګډون د یوې ناستې په ترڅ کې د د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکزي مالي او اړوندو نورو برخو د (۱۴۰۲ه ق) کال د ارزونو او پلټنو د موندنو پایلې شریکې کړې.

محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" د یادو پایلو تر اورېدو وروسته نوموړي پلاوي ته په خپلو خبرو کې وويل :« د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي، چې خپلې ټولې چارې پر وخت، په شفافه او ښه توګه ترسره کړي، د زندانیانو ټول شرعي او بشري حقونه خوندي او په اداري چارو کې د تل په څېر مثبتې او ګټورې کړنې ولري».

په ورته مهال، د پلټنې عالي ادارې د پلاوي مشر محترم عبدالله "عارفزي" ناستې ته په خپلو خبرو کې وویل: «زمونږ د ارزونو او تفتیش پایلې هم ښيي، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې چارې او فعالیتونه د ژمنو، مخلصو، رېښتینو، علم پالو او مجاهد پرسونل له خوا  په شفافه، منظمه او روڼه توګه پر مخ وړل کېږي». 

همداشان، یاد پلاوي د زندانونو چارو د سمون ادارې په ځینو برخو کې د ځینو کاري نېمګړتیاوو یادونه او د هغو د سمون اړوند سپارښتنې هم وکړې، چې د ادارې د رهبرۍ او مسوولینو له خوا دې نیمګړتیاوو ته د دوی د پام اړولو له امله د مننې ترڅنګ پلاوي سره ژمنه وکړه، چې په دې برخه کې به اصلاحي، کوټلي او ګټور ګامونه پورته کوي.

 

ربیع الاول ۲/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS