د بادغیس ولایت د زندان د ملکي او نظامي پرسونل لپاره د فقهي او عقیدتي زده کړو د دورې له ګډونوالو څخه د پوهېدو د ارزونې په موخه ازموینه واخیستل شوه

news_admin
Tue, Sep 10 2024 12:53 PM
امتحان

دا دوره، چې د ا.ا.ا. د امر باالمعروف ونهی عنل المنکر وزارت په لارښوونه د هېواد په ټولو ادارو کې پیل شوې تېره ورځ  د بادغیس ولایت د دعوت او ارشاد امریت له لورې د دې ولایت  د زندان د ملکي او نظامي پرسونل څخه ازموینه واخیستل شوه.

داراز، د نوموړې ولایت د دعوت او ارشاد امر په دې اړه جوړو شویو مراسم کې وویل چې د ادارې پرسونل لپاره دیني زده کړې اړیني دي او د خوښۍ ځای دی چې داسې فرصتونه ورته برابر شوي، نو دوی باید هڅه وکړي چې له دې لارې په ټولو شرعي اصولو ځانونه پوه کړي.

 

د یو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولایت د زندان ریاست له لورې د دې ولایت توقیفخونو مسوولینو لپاره پنځه ورځنۍ سیمینار پای ته ورسید

 

دغه سیمینار چې د دې ولایت د ښوونې او بیا روزنې امریت له لورې جوړ شوی و، د دې ولایت د توقیفخونو ۳۵ تنو مسوولینو  په کې برخه اخیستي وه چې د کارکوونکو د پوهې لوړولو په موخه د لوژستیک، اوپراسیون، د عدلي او قضايي اورګانو سره د همغږی او مالي برخو کې د مجربو استادانو لورې زده کړې ورکړل شوې.

د دې ولایت د زندان مسوولینو دا ډول سیمینارونه ګټور و بلل او له ګډونوالو یې وغوښتل چې له ترلاسه کړو زده کړو څخه په عملي ډګر کې ګټه پورته کړي.

مسوولین زیاتوي د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په پار به د دې ولایت د توقیفخونو او اداري مسوولینو لپاره ورته نورې روزنیزې برنامې هم په لاره واچوي.

 

ربیع الاول ۷/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS