د بامیان ولایت د زندان د  نظامي پرسونل لپاره د فقهي او عقیدتي زده کړو د دورې له ګډونوالو څخه د پوهېدو د ارزونې په موخه ازموینه واخیستل شوه

news_admin
Wed, Sep 11 2024 3:25 PM
ولایتی

دا دوره، چې د ا.ا.ا. د امر باالمعروف ونهی عنل المنکر وزارت په لارښوونه د هېواد په ټولو ادارو کې پیل شوې، داځلې د بامیان ولایت د دعوت او ارشاد مسوولینو له لورې د دې ولایت  د زندان نظامي پرسونل څخه ازموینه واخیستل شوه.

داراز، د نوموړې ولایت د دعوت او ارشاد امر په دې اړه جوړو شویو مراسم کې وویل چې د ادارې پرسونل لپاره دیني زده کړې اړیني دي او د خوښۍ ځای دی چې داسې فرصتونه ورته برابر شوي، نو دوی باید هڅه وکړي چې له دې لارې په ټولو شرعي اصولو ځانونه پوه کړي.

 

د یو بل خبر له مخې، د سمنګان ولایت د زندان لپاره بريښنا  او د اوبو رسونې یو منظم سیستم بیا ورغول شو

 

د سمنګان ولایت د زندان امر وایي د دې ولایت د زندان د بريښنا او اوبو رسولو سیستم د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت بیا ورغول شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

نوموړی زیاتوي، د دغه سیستم په بیا فعالېدو سره به د یاد زندان ټولو برخو ته په منظم ډول بريښنا او پاکې اوبه رسیږي چې له دې سره د به د یاد زندان پرسونل او زندانیانو ستونزه هوارې شي.

 

ربیع الاول ۸/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د  اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS