پکتیا ولایت د زندان مسوولین په وینا په یاد زندان کې د ورزش مینه والو زندانیانو  او  د ټېمونو  ترمنځ د (سپین امارت) تر نامه لاندې د والیبال دوستانه سیالۍ  پیل شوې

news_admin
Sun, Sep 29 2024 2:33 PM
پکتیا

پکتیا ولایت د زندان مسوولین په وینا په یاد زندان کې د ورزش مینه والو زندانیانو  او  د ټېمونو  ترمنځ د (سپین امارت) تر نامه لاندې د والیبال دوستانه سیالۍ  پیل شوې

 

د یاد ولایت د زندان د رئیس محترم مولو ي سهیل "سعید" په خبره دغه سیالۍ چې ۱۰ ورځې دوام کوي موخه يې د زندانیانو ترمنځ د یوې ښې سالمې فضا رامنځ ته کول دي، څو زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او  پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې، د نوموړي ولایت د زندان زندانیانو د یادو دوستانه سیالیو د برابرولو له امله مسوولینو څخه مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د زندان له لورې به د ورزش تر خوا په نورو جوړو شویو مثبتو  پروګرامونو کې هم د تل په شان برخه واخلي.

 

ربیع الاول ۲۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS