د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له درې میاشتیني روزنیز او مسلکي کورس څخه چې د هېواد د (۳۴) ولایتونو د زندانونو نظامي پرسونل په کې ګډون کړی وو د پای ازموینه واخیستل شوه

news_admin
Sun, Oct 06 2024 3:02 PM
خبر مرکزی

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له درې میاشتیني روزنیز او مسلکي کورس څخه چې د هېواد د (۳۴) ولایتونو د زندانونو نظامي پرسونل په کې ګډون کړی وو د پای ازموینه واخیستل شوه

 

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان  د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له روزنیز او مسلکي کورس څخه چې د هېواد د (۳۴) ولایتونو د زندانونو له جملې (۴۱) تنه د اپراسیون امیرینو د (۱۵) ورځیني او (۱۱۶) تنو نورو نظامي مسوولینو څخه د درې میاشتینیو زده کړو د دورې د پای ازموینه په داسې حال کې چې د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس محترم قاري محمدګل "جګرخون"، د داخلي تفتېش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي"، د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورا الله "دروېش" او د اوپراسیون عمومي مدیر محترم مولوي شامحمد "مفکر" شتون درلود واخیستل شوه.

همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ له یادو فارغو شویو مسوولینو څخه بېرته چارو ته پر ورستنېدو له زندانیانو سره د لا نور هم ښه چلند زیاتوالي، هغوی ته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینې  برابرولو، انساني او شرعي حقونو خویندیتوب کې جدي پاملرنې ته متوجې کړل، څو ټول محبوسین، تورن او محجوزین د سالمو او اصلاح شویو وګړو په توګه له خپلو کورنیو او ټولنې سره یوځای شي.

د مسوولینو په وینا، دا چې د زندانیانو ساتل لوی مسؤلیت دی نو د زندانونو چارو د سمون اداره تل کوښښ کوي څو د ادارې د ملکي او نظامي پرسونل د ښوونې او روزنې د مختلفو برنامو له لارې داسې وروزي چې کاري وړتیا یې لوړه او ورسپارل شوې مسوولیتونه په پوره رېښتینولۍ، صداقت او زړورتیا سره ترسره کړي.

 

ربیع الثاني ۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS