د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس له مسوولینو سره ولیدل

news_admin
Tue, Oct 08 2024 1:30 PM
خبر معاون صاحب

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس له مسوولینو سره ولیدل

 

د دغه ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله" بدر" په داسې حال کې چې یو شمېر نورو مسوولینو یې هم ملتیا کوله د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي محبس له رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت"، د یاد محبس امنیتي معاون محترم مولوي عبداللطیف "سجاد" او پرسونل سره ولیدل او په اړوندو موضوعاتو یې ورسره خبرې اترې وکړې .

داراز، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله" بدر" د یاد محبس مسوولینو ته په خپلو خبرو کې وویل: « دا چې د زندانیانو ساتل لوی مسؤلیت دی نو د هغوی په ساته او پالنه کې ځانګړې پاملرنه وکړئ، نوموړو سره خپل چلند لانور هم ښه کړئ، هغوی ته د زده کړو زمینه برابره او د انساني او شرعي حقونو په خوندیتوب کې یې جدي پاملرنه وکړي څو په راتلونکي کې د سالمو او اصلاح شویو وګړو په توګه له خپلو کورنیو او ټولنې سره یوځای شي.

په ورته وخت کې، د نظامي چارو مرستیال یاد پرسونل ته په خبرو کې زیاته کړه چې د نظامي نظم او ډسپلین د مراعاتولو تر څنګ د زندانیانو د جرمي دوسیو په موخه له محاکمو سره ښه همغږي، ولایتونو ته د انتقال په برخه کې ځانګړې پاملرنه او هغوی ته ټول لازم سهولتونه پر وخت او ښه ډول برابر کړي څو الله (ج) درڅخه راضي او خپلې دندې مو په صداقت او ریښتینولۍ سره ترسره شي.

 

ربیع الثاني ۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS