د غزني ولایت د زندان په انګړ کې یو جومات ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

news_admin
Mon, Oct 14 2024 2:15 PM
غزنی

دغه جومات د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه چې د دې ادارې په مالي لګښت او د یاد ولایت د والي او خیر خوا وګړو په همکارۍ جوړ شوی د دې ولایت د والي محترم حافظ محمد امین "عمرِي" د نوموړي زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل"، د اطلاعاتو او کلتور، دعوت او ارشاد، حج او قافو او د علماوو شورا رئیسانو، د یو شمېر ولسوالیو ولسوالانو او امنیه قوماندانونو په حضور کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

محترم حافظ محمد امین جان "عمري" د دغه جومات په جوړېدو د خوښی په څرګندولو سره د جومات جوړولو  چاره یوه عاجله اړتیا وبلله او زیاته یې کړه چې په نړۍ کې د تر ټولو غوره ځایونه جوماتونه دي.

همداشان، د غزني محترم والي په جماعت سره د لمونځ کولو د فضلت په اړه خبرې وکړې او د زندان له مسوولینو، پرسونل او زندانیانو څخه وغوښتل چې پنځه وخته لمونځ په جماعت سره ادا کړي.

همداراز، د غزني محترم والي د یاد زندان د نوي بلاک د جوړولو چارو څخه د لیدنې ترڅنګ د یاد زندان له زندانیانو سره هم  وکتل او له مسوولینو څخه یې د هغوی د خوندیتوب او د ژوند غوره اسانتیاوو د برابرولو ترخوا په اداري چارو کې د صادقانه هلوځلو په هدف د ځانګړې مننې ترڅنګ، یاد زندان سره د خپلو همکاریو پر دوام یو ځل بیا ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې، د غزني ولایت د زندان د رئیس  محترم قاري عبدالغني "عادل" په وینا  د نوموړي جومات چارې د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي ریاست په مالي لګښت، د دې ولایت والي او خیر خوا وګړو په همکارۍ په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی چې په یو وخت کې د ۳۰۰ تنو لمونځ کوونکو ظرفیت لري.

 

ربیع الثاني ۱۱/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS