د زندانونو چارو دسمون ادارې او د تخنیکي او مسلکي زده کړوادارې ترمنځ د تخنیکي او حرفوي زده کړو د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

news_admin
Wed, Oct 16 2024 2:00 PM
امضا تفاهمنامه

نن (چهارشنبې) د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې چې د ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت‌الله "ګلزاد"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري"، د پلان او پالېسۍ رئیس محترم چهاريقل "ادیب" د ادارې ویاند محترم محمد نسېم لالهاند او یو شمېر نورو مسوولینو د حکومت د رسنیو په مرکز کې چې د ا.ا.ا. د یو شمېر ادارو مسوولینو او د رسنیو استازو شتون درلود د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې له سر پرست محترم مولوي غلام حیدر"شهامت" سره په زندانونو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د محبوسینو او محجوزینو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو لنډمهاله حرفوي زده‌کړو او پروګرامونو په لاره اچولو او معلوماتو شریکولو اړوند د همغږۍ او همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

دغه هوکړه‌لیک چې د زندانونو چارو دسمون ادارې او د تخنیکي او مسلکي ادارې ترمنځ لاسلیک شو په دریو فصلونو او دیارلس مادو کې ترتیب شوی چې د دواړو ادارو د لاسلیک څخه وروسته به د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداره په مرکز او ولایتونو په زندانونو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د زندانونو چارو د سمون له ادارې سره په تخنیکي او حرفوي زده‌کړو کې د مسلکي استادانو ګومارل، د تخنیکي او حرفوي زده‌کړو لپاره د روزنیزو کڅوړو ټول اړین تجهیزات چمتو کول، د بازار له غوښتنې سره سم د اړتیا وړ حرفو تثبیتول، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو کارکوونکو ته روزنیز سمینارونه ورکول او د تخنیکي او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شوي شاګردانو ته د فراغت سند ورکولو ترڅنګ به په ګډه همغږي، یادې چارې مخ ته وړي.

ربیع الثاني ۱۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS