ولایتي خبرونه ( بادغیس، بغلان ) د بادغیس ولایت په زندان کې (۱۴) تنو محبوسینو او محجوزینو د قرآن کریم د حفظ دوره پایته ورسوله

news_admin
Thu, Oct 17 2024 12:07 PM
destarbandi

په دغو مراسمو کې چې د بادغیس ولایت د زندان امر  ، د دې ولایت د محکمې، د دعوت او ارشاد، حج اوقافو رئیسانو او یو شمېر علماوو هم ګډون درلود، ۱۴ تنه زندانیانو د قرآن کریم د حفظ په برخه کې خپلې زده کړې پای ته ورسولې.

د یاد زندان امر وویل، زندانیانو ته د دیني زده کړو د برنامو پر دوام او د قرآن کریم د تکړه او ماهرو استادانو د هڅو پرمټ، د دې زندان د دیني مدرسې ۱۴ تنه محبوسینو او محجوزینو ته چې قرآنکریم د حفظ په برخه کې زده کړې بشپړې کړې وې د فراغت سندونه ورکړل شول.

د زندان امر نوموړو قاریانو ته د فراغت مبارکي وویله او دا یې د هغوی لپاره د الله پاک(ج) له خوا یو لوی نعمت او رحمت یاد کړ.

داراز، د مراسمو ویناوالو هم د قرآن کریم او په تجوید د هغه د تلاوت د اهمیت او ثواب په اړه خبرې وکړې او په تجویدي بڼه د قرآنکریم تلاوت یې د ټولو مسلمانانو لپاره اړین وګڼل.

همداشان، د یادو فارغانو د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، « دا ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې په زندان کې له دا ډول ګټورو برنامو څخه برخمنېږو، وخت مو بېځایه نه ضایع کېږي، د حبس موده مو د ثواب په ترلاسه کولو کې او پرته له اندیښنې څخه تېرېږي او موږ د زندان له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ، د نورو دا ډول دیني برنامو د عملي کولو غوښتنه هم کوو.»

د نوموړو مراسمو په پای کې، د بادغیس ولایت په زندان کې د قرآن کریم د حفظ دورې یاد شمېر فارغو شویو محبوسینو او محجوزینو ته د اعزاز پګړۍ پر سر او د خیر دعا ورته وشوه.

 

د یو بل خبر له مخې، د بغلان ولایت د والي مرستیال او مل پلاوي یې د نوموړي زندان له امر او پرسونل سره ولیدل او د زندان پر اړوندو موضوعاتو یې ورسره خبرې اترې وکړې.

داراز، د دې و لایت مرستیال والي او مل پلاوي د زندان له اداري شعبو، ښوونیزو او روغتیا برخو څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړه او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه څو خپلې چارې په ریښتینولي سره ترسرې کړي.

همدا راز، یاد پلاوي د نوموړي زندان له زندانیانو سره هم وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې له نږدې واورېدې او اړوند مسوولینو څخه یې د زندانیانو لپاره د ښو خدماتو  د رامنځ ته کولو په موخه د مننې  ترڅنګ د زندانونو چارو د سمون له ادارې سره په دوامداره توګه د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

 

ربیع الثاني ۱۴/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS