ولایتي خبرونه (زابل- بغلان- میدان وردګ) د زابل ولایت په زندان کې یو کتابتون جوړ او ګټې اخیستنې  ته وسپارل شو

news_admin
Mon, Oct 21 2024 2:25 PM
ولایتی

د زابل ولایت د زندان مسوولینو په وینا یاد کتابتون د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دې ولایت د زندان امر د یاد کتابتون د پرانیستو پر مهال وویل چې مطالعه د علمي پوهې په لوړونې کې مهم رول لري نو زندانیانو او پرسونل ته په کار ده چې خپل وخت بې ځایه تیر نه کړي او د نوموړي کتابتون څخه په ګټې اخیستنې سره مطالعه وکړي.

په ورته وخت کې، زندانیانو د یاد کتابتون پر جوړیدو خوښي څرګنده کړه او ادارې څخه یې مننه وکړه چې د نورو خدماتو ترڅنګ یې ورته یو کتابتون هم پرانیستو.

نوموړو زندانیانو ژمنه وکړه چې له یاد کتابتون به په ډیرې لېوالتیا سره ګټه پورته کوي او د کتابونو ساتنې کې به ځانګړې پاملرنه کوي.

د یو بل خبر له مخې، د همکارو بنسټونو له لوري د بغلان، او میدان وردګ ولایتونو له زندانونو سره د اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

د یادو بنسټونو له لورې د بغلان ولایت له زندان سره د حفظ الصحې توکو ترڅنګ، شېدې،قرطاسیه، کالي، بوټونه، کمپلې او د میدان وردګو ولایت له زندان سره چې یوولس قلمه د تنظیفي اشیاوو مرسته شامله وه د دغو زندانونو مسوولینو ته وسپارل شول.

داراز، د نوموړو زندانونو مسوولینو له یادو بنسټونو څخه د مننې ترڅنګ زیاتوي چې یادې مرستې به په پوره شفافیت سره په

 محبوسینو وویشي.
 

ربیع الثاني ۱۸/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS