ولایتي خبرونه (پکتیا، بغلان) د پکتیا ولایت د مرکزي  زندان له ښځینه بنديانو سره د ژمنيو، خوراکي او اړتیا وړ نورو توکو مرسته وشوه

news_admin
Thu, Oct 31 2024 11:12 AM
ولایتی

د پکتیا ولایت د مرکزي زندان د رئیس محترم مولوي سهیل"سعید" په هڅو، د سولې او پرمختګ لپاره د برابرۍ موسسې له لورې د ژمنیو، خوراکي او اړتیا وړنورو توکو مرسته وشوه.

په یاده مرسته کې، د خیاطۍ دوه ماشینونه، کالي، جرابې، صابونونه، د غاښو کریمونه، بسکویټ جورابې او داسې نور لازم توکي موجود وو، چې د یاد زندان او موسسې د مسوولینو له خوا په پوره شفافیت د نوموړي زندان پر ښځینه بنديانو او د هغوی پر ماشومانو وويشل شول.

داراز، پکتیا ولایت د زندان رئیس د نوموړې موسسې څخه د دغې مرستې ورکړې په پار د مننې ترڅنګ زیاته کړه چې ښځې او ماشومان د ټولنې هغه قشر ده چې تر بل هر چا زیاتې مرستې او لاسنیوي ته اړتیا لري، له نورو بنسټونو څخه یې هم پدې برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

 

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسف له لورې د بغلان ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د محجوزینو سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه

د دې د ولایت د ماشومانو د اصلاح او رزونې د مرکز د مسوولینو په وینا، د یونیسف له لورې د دې مرکز ۳۰ تنو محجوزینو باندې یوه یوه جوړه بوټان او یو یو جمپر وویشل شو.

 

ربیع الثاني ۲۸/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS