د زندانونو د سمون ادارې یو پلاوي د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو له زندانونو څخه لیدنه وکړه

news_admin
Sat, Nov 02 2024 2:27 PM
walati

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد يوسف "مستري" په سپارښتنه، د دې ادارې استازي مولوي رحیم الله "مدني" په مشرۍ پلاوي لغمان، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو ته د سفر پرمهال د نوموړو ولایتونو له زندانونو لیدنه وکړه او له مسوولینو او پرسونل سره يې د يادو زندانونو پر اداري او تخنیکي  او نورو اړوندو چارو بحث وکړ.

داراز، پلاوي د اړوندو ولایتونو د زندانونو د اداري او تخنیکي برخو څخه ارزونه وکړه او اړوندو مسوولینو ستونزې او غوښتنې له نږدې وارېدې او د چارو د لا ښه پر مخ وړلو په موخه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

پلاوي د دغو ولایتونو د زندانونو د بندیانو سره هم کتلي او د هغوی ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه کړې، چې په ولایتي کچه د حل وړ وې، او هغه چې حل یې ډېر وخت ته اړتیا لرله او په مرکزي مربوطه مسوولینو پوري یې اړه لرله د حل ژمنه وکړه.

د یادونې وړ بولو، چې د ازادۍ سلب مرکزونو څخه د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ پلاوي او نورو مسوولینو د لیدنو موخه د یادو مرکزونو د وضعیت ښه کول، ستونزو ته رسېدنه، بندیانو، توقیفیانو او محجوزینو ته د خدمتونو وړاندې کولو او اسانتیاوو برابرولو زیاتول، د چارو چټکوالی او په دې برخو کې د لاسته راوړنو بډاینه ده.

 

ربیع الثاني ۳۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او  عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS