ولایتي خبرونه(هرات- کندز) د همکارو بنسټونو له لوري د هرات ولایت له زندان سره د تعمیراتي توکو مرسته وشوه

news_admin
Sun, Nov 03 2024 1:13 PM
ولایتی

د هرات ولایت د زندان مسوولینو په وینا، د یادو بنسټونو له لوري په تعمیراتي برخو کې چې د دې ولایت د محبس د اول بلاک د ایزوګام تر څنګ د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې د لمرېزو هندارو، د اوبو د یوې ‌ذخیرې او د اوبو ګرمولو سیسټم نصبول شامل دي.

همداشان، نوموړي زندان مسوولین وايي، د دغو برخو د رغونو چارې په معیاري توګه بشپړې شوې، چې له امله به یې محبوسینو او محجوزینو ته لازمې او د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.

 

د یوبل خبر له مخې، یونیسف موسسې له لورې د کندز ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز سره د ژمنیو توکو له جملې چې کمپلې، جرابې، جمپرونه او پټوان په کې شامل

وو د دغه مرکز مسوولینو ته و سپارل شوو.

په ورته وخت کې، د دې مرکز مسوولینو د نوموړې موسسې څخه د مننې ترڅنګ یاده مرسته اړینه و بلله او زیاته یې کړه چې له دې سره به محجوزین له سړې هوا خوندي پاتې شي.

داراز، نوموړو ژمنه وکړه چې یاد توکې به په پوره امانتولۍ او روڼه توګه د دې مرکز په محجوزینو ووشي.

 

جمادي الاول ۱/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS