د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د نشه یي توکو د ځانګړي امنیت لرونکي محبس څخه لیدنه وکړه

news_admin
Sun, Nov 10 2024 10:40 AM
معاون نظامی

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله" بدر" په داسې حال کې چې یو شمېر نورو مسوولینو یې هم ملتیا کوله د کابل ولایت د نشه یي توکو د ځانګړي امنیت لرونکي محبس ته ورغلی وو او هلته یې د دې محبس له پرسونل او محبوسینو سره له نږدې ولیدل.

داراز، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله" بدر" د یاد محبس مسوولینو ته په خبرو کې د محبوسینو  سره د خپل چلند لانور هم ښه کولو تر څنګ هغوی ته لارښوونه وکړه څو  نوموړو ته د زده کړو زمینه برابره او د انساني او شرعي حقونو په خویندیتوب کې یې جدي پاملرنه وکړي.

همداراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د یاد محبس له محبوسینو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی روا غوښتنې یې واورېدې او نوموړو ته یې د اسانتياوو پر زیاتولو، ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې او د لا ښو خدمتونو د رامنځ ته کولو په موخه ژمنه وکړه.

په ورته وخت کې، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د دې محبس د خوړو (اعاشې)، اباتې، روغتیايي چارو، امنیتي پوستو او ټاورونو وضعیت هم وارزول او د شتو ستونزو د حل او لا ښه امنیتي چاپېریال د رامنځ ته کولو په هدف یې اړوند مسوولینوته لازمې او د پام وړ لارښوونې وکړې.

 

جمادي الاول ۸/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS