ولایتي خبرونه ( فاریاب، هلمند) د فاریاب ولایت د زندان (۵۰) تنو کارکوونکو ته یو ورځنی سمینار ورکړل شو

news_admin
Wed, Nov 20 2024 2:45 PM
ولایتی

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ولایتي مسوولینو له لورې د نوموړي زندان د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه (۵۰) تنو ملکي او نظامي پرسونل ته په یو ورځني سمینار کې د اداري چارو د لارښود په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ولایتي مسوول د یاد سمینار په ارزښت خبرې او ګډونوالو څخه وغوښتل چې د ترلاسه کړو زده کړو څخه په عملي چارو کې ګټه پورته کړي.

همداراز، د زندان رهبرۍ یاد سمینار د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه ګټور او ورته نورو ښوونیزو برنامو پر دوام یې ټینګار وکړ.

 

د یو بل خبر له مخې، د هلمند ولایت مرکزي زندان سره د سره صلیب لورې د ژمنیو کیټونو مرسته وشو

 

د دې ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو د سره صلیب نړېوالې کمېټې له لورې د یاد زندان له زندانیانو سره د (۱۳۴۸) ژمنیو کیټونو مرسته وشوه.

په یادو کیټونو کې کمپلې، صابونونه، جرابې، پټوان او اړتیا وړ نور توکي شامل دي.

د مسوولینو په خبره، یاده مرسته د ژمي په رارسېدو سره د زندانیانو د روغتیا ساتلو په موخه ترسره کیږي.

 

 

جمادي الاول ۱۸/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت  

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS