ولایتي خبرونه (سمنګان- میدان وردګ- فاریاب) د سمنګان ولایت په زندان کې د فلزکارۍ شاپ پرانیستل شو.

news_admin
Mon, Nov 25 2024 3:22 PM
ghoda

د سمنګان ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو او د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو امریت سره په همغږۍ په دغه زندان کې د زندانیانو د حرفوي زده کړو په موخه د فلزکارۍ شاپ پرانیستل شو.

 همداراز، د دې زندان مسوولینو د رونېزو برنامو پلي کېدل د زندانیان په روزنه کې خورا اړین یاد کړل او په کورنیو او نړېوالو بنسټونو یې غږ وکړ څو په زندانونو کې د ورته نورو ښوونېزو او روزنېزو برنامو په چمتو کولو کې ورسره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې، د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي تعلمیاتو مسوولینو ژمنه وکړه چې په راتلونکې کې به د قالین اوبدلو (قالین بافۍ) شاپ هم پرانیزي.

د یادولو ده، چې په دغه شاپ کې به ۳۰ تنه زندانیان د فلزکارۍ په زده کړه بوخت شي. 

 

د یو بل خبر له مخې، د میدان وردګ ولایت د زندان او توقیفخونو د کارکونکو د ظرفیت لوړونې په موخه دوه ورځینی سمینار پای ته ورسېده

  د دغه ولایت د زندان د مسولینو په وینا، یاد سمینار یې د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل کړی وو، چې ګډونوالو سره یې د توقیفیانو  او محبوسینو د ساتنې له هغوی سره د ښه چلند او ورته د غوره اسانتیاوو برابرولو تر څنګ نور د اړتیا وړ مهم موضوعات شریک شول.

بل خوا بیا، د فاریاب ولایت د زندان مسوولین زیاتوي چې د یاد زندان په انګړ کې یې د یو جومات د بیا رغونې چارې روانې کړي چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړې او په یو وخت کې به د لسګونو تنو لمونځ کوونکو ظرفیت لري.

 

جمادي اولاول ۲۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS