د یونیسف له لوري د کابل ولایت د څرخي پله ښځینه محبس او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه

news_admin
Tue, Nov 26 2024 11:57 AM
یونیسف

په یادو مرسته شویو توکو کې چې ژمنۍ جامې، جمپرونه، بوټان، موزې، جرابې او د اړتیا وړ نور توکي شامل ول، د یاد محبس د محبوسو میندو په ماشومانو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز په محجوزینو باندې د یونیسف موسسې د مسوولینو له لورې په روڼه توګه ووېشل شول.

د دغه محبس او نوموړې مرکز مسوولینو د یونیسف موسسې څخه د مننې  ترڅنګ، یادې مرستې اړینې وبللې او ترخوا یې په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

دا راز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" چې د یادو مرستو همغږی کوونکی دی وویل: « کوښښ مو دا دی څو له ملي او نړیوالو مرستندویو بنسټونو څخه مرستې را جلب او په زندانیانو یې ووېشو.»

 

جمادي الاول ۲۴/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS