د زندانونو چارو د سمون په ادارې کې نوې ګومارنې ترسره شوې

news_admin
Sat, Dec 14 2024 12:44 PM
معرفی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا  عالي مقام په منظورۍ  دغې اداره کې نوې ګومارنې ترسره شوې.

په دې اړه په جوړو شويو مراسمو کې، چې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د مقام د دفتر رئیس محترم قاری رحمت الله "گلزاد"، د کارکوونکو ریاست رئیس محترم مولوي ضیاءالرحمن"سعید"، د داخلي تفتیش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي"، له ولایتونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالفتاح"فاتح"، د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله"دروېش" او یوشمېر نورو مسوولینو هم ګډون کړی وو، محترم مولوي خالقداد  "رحمت " چې پخوا د کابل ولایت د څرخی پله د مرکزی محبس رئیس وو اوس د مل پاسوالۍ په رتبه کې د امنیتي قطعې د قوماندان په توګه او محترم مولوی سېد محمد "مسلم"  د مل پاسوالۍ په رتبه کې د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزی محبس د نظامي معاون په توګه اړوند پرسونل ته په جلا جلا توګه وپېژندل شول.

داراز، محترم مولوي ضیاءالرحمن"سعید" د یادو مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې وویل، هیله لرو چې دغه تغییر او تبدیل د چارو د ښوالي او پرمختګ سبب وګرځي او په دې  برخه کې ښې لاسته راوړنې ولرو.

همداشان، محترم مولوي سعید د یادو مسوولینو څخه مننه وکړله او د هغوی تېر خدمتونه او لاسته راوړنې یې وستایلې او له نوموړو یې وغوښتل چې د نویو ورسپارل شویو مسوولیتونو د ښه پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکې هلو ځلو ته دوام ورکړي.

په پای کې، محترم مولوي خالقداد  "رحمت " او محترم مولوی سېد محمد " مسلم " په خپلو خبرو کې وویل: « تل به خپل هېواد او هېوادوالو ته خدمت کوو او راسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ او امانتدارۍ سرته رسوو». 

 

 جمادي الثاني۱۲/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS