د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس د کابل ولایت د نشه يي توکو سره د مبارزې له توقیفخونې لیدنه وکړله

news_admin
Sat, Dec 14 2024 12:49 PM
مواد مخدر

د دغې ادارې د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" او ورسره مل پلاوي یې د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې د توقیفخونې له مسوولینو سره ولیدل او د توقیفیانو په اړوند مسایلو یې خبرې اترې او سلا مشورې وکړې.

په ورته وخت کې، یاد پلاوي د دې توقیخونې د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، پلورنځي، برېښنا، تعمیراتي او روغتیايي چارې، امنیتي پوستې، ټاورونه او قراولونه وارزول او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې او د پام وړ لارښوونې وکړلې.

پلاوي د دغې توقیفخونې د روغتیايي چارو له مسوولینو سره هم ولیدل او نوموړو ته یې په خبرو کې زیاته کړله:« له توقیفیانو سره ښه چلند تر خوا د هغوی روغتیا ته د پاملرنې په هدف له هېڅ راز امکاناتو څخه درېغ ونه کړئ.

داراز، د محترم مولانا په مشرۍ پلاوي د نوموړې توقیفخونې توقیفیانو سره هم له نږدې وکتل، د هغوی وضعیت یې وارزاوه چې توقیفیانو له دوی سره د مسوولینو چلند ښه یاد کړ او د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه یې وکړله.

همدا راز، پلاوي نوموړو توقیفیانو ته ډاډ ورکړ چې په دې برخه کې به له عدلي او قضایي ارګانونو سره موضوع شریکه کړي څو په وخت یادې ستونزې ته رسېدنه وشي، او د نوموړې توقیفخونې مسوولينو ته يې د توقیفیانو لپاره  د اسانتياوو پر زیاتولو او ستونزو او روا غوښتنو ته یې د رسېدنې په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

 

ربیع الثاني ۱۲/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS