د زندانونو د سمون ادارې د تعمیراتو رئیس په مشرۍ یو پلاوي د خوست، پروان او بامیانو ولایتونو تعمیراتي او تخنیکي چارې وارزولې

news_admin
Sat, Dec 14 2024 2:20 PM
تعمیرات

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په هڅو او د هېواد زندانونو ته د پاملرنې په لړ کې، د ادارې د تعمیراتو رئیس محترم الحاج عبدالرحمن "عابد" د پلاوي په مشرۍ د خوست، پروان او  بامیانو ولایتونو تعمیراتي چارو د ارزونو ترڅنګ د اوبو د ژورې څاه ګانو په کیندلو سره د اوبو د کموالي رامنځ ته شوې ستونزې هوارې شوې.

داراز، محترم الحاج عبدالرحمان عابد زیاتوي چې د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ سره په پام کې لري څو د بامیان ولایت زندان په انګړ کې د کاري چارو د لا ښه پرمخ وړلو په موخه د یو نوي بلاک د جوړونې چارې په نږدې راتلوونکې کې پیل کړي.

همداراز، د تعمیراتو رئیس په مشرۍ پلاوي د پراون ولایت د زندان د نوې ودانۍ جوړېډلو چارو څخه هم لیدنه وکړله او قراردادي شرکت مسوولینو ته یې د کار په چټکیا او د لوړ کیفیت په پام کې نېولو سره ټېنګار وکړ.

 

جمادي الثاني ۱۲/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS