د زندانونو چارو د سمون ادارې د تخنیکي او مسلکي کمېټې ناسته ترسره شوه

news_admin
Mon, Dec 16 2024 11:26 AM
کمیته

دغه ناسته، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د یادې کمېټې رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" او د مرکزي برخو یو شمېر غړو رئیسانو په ګډون نن(دوشنبې) جوړه شوې وه  ، د ادارې د پالېسۍ اړوند او تختینکي مسایلو په اړه خبرې اترې وشوې.

داراز، په دې ناسته کې پر یو شمېر اړوندو کاري مهمو مسایلو بحث او د نظرونو تبادله وشوه، چې په پایله کې یې له شرعي اصولو سره سمې او لازمې پرېکړې وشوې.

د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې تخنیکي او مسلکي کمېټې د رامنځته کېدو موخه، د یادې ادارې د جوړو شویو کړنلارو، لایحو او لارښودونو ارزونه او د نویو لارښودونو طرح کول او نورو نا روښانو مسایلو څپړل او بحث کول دي.

 

جمادي الثاني ۱۴/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS