د پکتیا ولایت د زندان لپاره نوی رئیس په دنده وګومارل شو

news_admin
Wed, Dec 18 2024 2:59 PM
پکتیا

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا د عالي مقام په منظورۍ د پکتیا ولایت د زندان د ریاست لپاره نوی رئیس په دنده وګومارل شو.

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ پلاوی پکتیا ته په سفر ولاړ او د ادارې له اړتیا سره سم یې محترم قاري عبدالغني "عادل" د دې ولایت د زندان د نوي رئیس په توګه د زندان ملکي او نظامي پرسونل  ته معرفي او نوموړي هم رسماً په دې بست کې خپله دنده پیل کړله.

داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د یادو مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې وویل، په ادارو کې تغییر او تبدیل راځي چې موخه ترې د چارو ښوالی او پرمختګ دی نو هیله ده چې په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې ولرو.

همداشان، نوموړي د دې زندان له پخواني رئیس څخه مننه وکړله او د هغه تېر خدمتونه او لاسته راوړنې یې وستایلې او له نوي رئیس څخه یې وغوښتل چې د اړوندو چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې، د پکتیا ولایت نوي رئیس محترم قاري عبدالغني عادل د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د باور  کولو مننه او زیاته یې کړله چې موخه مې خپل هېواد ته خدمت کول دي، نو په دې برخه کې د  مشرانو اطاعت کوم او راسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ او امانتدارۍ سرته رسوم

په ورته وخت کې، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د دې زندان له زندانیانو سره هم کتلي او د هغوی لپاره د خوړو (اعاشې)، اباتې، روغتیايي چارو، امنیتي پوستو او ټاورونو وضعیت یې هم وارزوه او د شته ستونزو د حل او لا ښه امنیتي چاپېریال د رامنځ ته کولو په هدف یې اړوندو مسوولینو ته لازمې او د پام وړ لارښوونې وکړې.

 

جمادي الثاني ۱۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS