ولایتي خبرونه( جوزجان، سرپل، ننګرهار) د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د جوزجان او سرپل ولایتونو څخه لیدنه وکړله

news_admin
Wed, Dec 18 2024 3:12 PM
ولایتی

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري په سپارښتنه د ادارې اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله اخلاص په مشرۍ پلاوي د جوزجان او سرپل ولایتونو صنعتي بیلابېلو برخو څخه لیدنه وکړله او د اړوندو  مسوولینو غوښتنې او ستونزې يي له نږدې واورېدې.

پلاوي، د نوموړو ولایتونو د زندانونو د صنعتي برخو شاپونو، پلورنځایونو، (پي سي او)، میاشتینيو عایداتو او نورو تخنیکي برخو څخه یې له نږدې ارزونه وکړله او په یادو برخو کې د ستونزو د حل او د چارو د لا غوراوي په موخه یې اړوند مسوولینو ته لازمې لارښوونې کړي.

همدا راز، نوموړی پلاوی زیاتوي چې د یادو زندانونو د صنعتي چارو ارزونه تر ډېره مثبته وه او د لا نورو ښو خدمتونو د رامنځ ته کولو په موخه مو اړوند مسوولین خپلو مسوولیتونو ته ځیر کړي.

داراز، پلاوي د یادو ولایتونو زندانونو سره د همکارو بنسټونو له لورې مرستو شویو توکو څخه ارزونه وکړله او اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړله چې یادې مرستې په منظمه او شفافه توګه په خپل وخت په زندانیانو وویشي.

 

د یو بل خبر له مخې، د ننګرهار په مرکزي زندان کې د زندانیانو ترمنځ د ( سالمې روزنې) تر عنوان لاندې د والیبال دوستانه سیالیو ټورنمنټ د عادل لوبډلې په اتلوالۍ سره  پای ته ورسېد.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې چې د دې ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل سعید، د ملي المپیک د بدنې روزنې او ورزش رئیس او شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، زندانیانو ته ورزش د روغتیا او رواني سکون لپاره اړین یاد کړ او هغوی یې وهڅول څو د دیني او عصري زده کړو ترڅنګ په ورزشي برنامو کې هم فعاله ونډه واخلي.

داراز، ګډونوالو مسوولینو په خپلو خبرو کې زندانیانو سره د ورزش برخه په کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او له  زندانیانو څخه یې وغوښتل چې د خپلو جسمي او فکري پیاوړتیا لپاره ورزش ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

دغه تورنمنټ چې د زندانیانو د والیبال لسو لوبډلو ترمنځ پیل شوی و او  پنځه ورځې یې دوام وکړ پای کې عادل لوبډلې حیدر لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره اتلولوالي خپله کړله.

د یادونې ده چې د دې لوبو موخه د زندانیانو ترمنځ سالمې سیالۍ، بدني روزنې ته ودې ورکول او رواني فشار کمول دي.

 

جمادي الثاني ۱۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS