د زندانونو چارو د سمون ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس د اړوندو مالي برخو له مسوولینو سره په ناسته کې پر مهمو مالي مسایلو بحث وکړ

news_admin
Sun, Dec 29 2024 2:18 PM
مالی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده" د ادارې د مالي او حسابي رئیس محترم مشعل "حکمت"، د تدارکاتو رئیس محترم میرمحمد "مجدود"، د صحیې رئیس محترم ډاکټر سیداحمد "اسحاقزي"او یو شمېر نورو مربوطه مسوولینو ترمنځ جوړې شوې ناستې په ترڅ کې د (۱۴۰۳) مالي کال د ځانګړې شوې بودیجې پرځای کارولو،کمبود او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په اړه هراړخیز بحث او لازمې سلا مشورې وشوې.

همداشان، په یاده ناسته کې د محترم مولوي مالي اخند زاده له لوري د یو شمېر ستونزو د حل په موخه هم بحث وشو او په دې تړاو اړوندو مسوولینو ته د شرعي او قانوني اصولو په مطابق لازمې لارښوونې وشوې.

 

جمادي الثاني ۲۷/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS