د زندانونو چارو د سمون ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس او مل پلاوي یې د لغمان ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
Sat, Jan 04 2025 11:04 AM
کشف

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مولوي شکور "طیب" د یو پلاوي په مشرۍ لغمان ته په سفر ولاړ او هلته یې د یاد ولایت د زندان له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، پلاوي د نوموړي زندان ټولې اداري او تخنیکي چارې ارزولي او د زندانیانو د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه يې معلومات راټول او له هغوی سره یې ژمنه وکړله ، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

 

رجب المرجب ۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS