د غزني ولایت د زندان رئیس د ده‌یک ولسوالۍ د توقیفخونې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړله

news_admin
Sun, Jan 05 2025 3:05 PM
غزنی

د غزني ولایت د زندان رئیس محترم ملا محمد نور " بلال شاهین "  د دې ولایت د دهیک ولسوالۍ د توقیفخونې روانې رغنیزې چارې له نږدې  ولیدلې او کارکوونکو ته یې د چارو په ښه او بنسټېز ډول د ترسره کوولو سپارښتنه وکړله.

د نوموړو مسوولینو په وینا، دغه چارې د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت جوړېږي چې پرمټ به یې د دي توقیفخوني پرسونل او توقیفیانو ته به لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

په پای کې ، د دې زندان رئیس د نوموړي توقیفخونې ټولې تخنیکي او اداري چارې وارزولې او د شته ستونزو په اړه یې اړوند مسوولینو ته لازمې لارښونې وکړې .

 

 

رجب المرجب ۴/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS