ولایتي خبرونه ( کونړ، بامیان، میدان وردګ، پکتیکا)

news_admin
Mon, Jan 13 2025 2:45 PM
ولایتی

د کنړ او بامیان ولایتونو له زندانونو څخه ۲۶ تنه خوشې او ۶۱ تنو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو

 

د عالیقدر امیرالمؤمنین شېخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) د شفقت او مهربانۍ له مخې د سزا د عفوې او تخفیف د فرمان په اساس د کنړ ولایت له زندانه ۱۵ تنو ته عفوه او ۴۵ تنو ته تخفیف او د بامیان ولایت له زندانه ۱۱ تنه د غفوې او ۱۶ تنه د تخفیف څخه څخه برخمن شو.

د نوموړو ولایتونو د زندانونو مسوولینو، د دوی د ازادېدو له امله مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل، څو په راتلونکې کې داسې اعمال ترسره نه کړي چې د اسلامي شریعت او افغاني ټولنې د اصولو خلاف وي.

د زندانونو چارو د سمون اداره ژمنه ده، چې د عفوې او تخیف په اړه فرمانونه په پوره امانتولۍ او روڼه توګه پلي کړي.

 

د یو بل خبر له مخې، د میدان وردګ ولایت د سید اباد ولسوالی د توفیفخونې لپاره نوی مدیر وګومارل شو 

د دې ولایت د زندان مسوولینو له لورې د سید اباد ولسوالۍ توقیفخونې لپاره محترم مولوي عبیدالله "یاسین" د نوي مدیر په توګه پرسونل ته معرفي او رسماً یې په دې بست کې دنده پیل کړله.

داراز، په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې ویناوالو د نوموړې ولسوالۍ د توقیفخونې مخکیني مدیر کړنې او فعالیتونه وستایل او د یادې توقیفخونې له پرسونل څخه یې له اوسني مسوول سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړله.

همداراز، نوي ګومارل شوي مدیر د ادارې له خوا  په نوموړي باور کولو له امله مننه وکړله او ویې ویل چې دا مسوولیت یو امانت دی او په ښه توګه د ساتلو ترڅنګ به ورسپارل شوې چارې پروخت ترسره کوي.

 

بل خوا بیا، د پکتیکا ولایت په زندان کې له ښځینه محبوسینو سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه  

د دې ولایت د زندان مسوولینو په هڅو  او د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لورې د ژمنیو توکو مرستې له ډلې چې ټیکري، بوټان، جرابې او د اړتیا وړ توکي شامل ول د نوموړي زندان پر ښځینه محبوسینو وویشل شول.

د پکتیکا زندان امر د کار او ټولنیزو چارو ریاست څخه مننه وکړله او د ورته مرستو پر دوام یې ټینګار وکړ.

 

رجب المرجب ۱۲/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS