د زندانونو چارو د سمون ادارې د خدماتو ریاست لپاره نوی رئیس په دنده وګومارل شو

news_admin
Thu, Jan 23 2025 10:05 AM
معرفی خدمات

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا عالي مقام په منظورۍ د ادارې د خدماتو ریاست لپاره نوی رئیس په دنده وګومارل شو.

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې، چې د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله"همدرد"، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د داخلي نفتېش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي"، د تعمیراتو رئیس محترم الحاج مولوي عبدالرحمان "عابد" او یوشمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، محترم مولوي سېدولي په دوهم بست کې د خدماتو ریاست د نوي رئیس په توګه کارکوونکو ته وپېژندل شو.

داراز، محترم قاري عبدالله "همدرد" د یادو مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې وویل، په ادارو کې تغییر او تبدیل راځي چې موخه ترې د چارو ښوالی او پرمختګ دی نو هیله ده چې په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې ولرو.

همداشان، نوموړي د خدماتو ریاست له پخواني رئیس څخه مننه وکړله او د هغه تېر خدمتونه او لاسته راوړنې یې وستایلې او له نوي رئیس څخه یې وغوښتل چې د اړوندو چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې، د ادارې د خدماتو ریاست نوي رئیس محترم مولوي سېدولي د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د باور  کولو مننه او زیاته یې کړله چې هدف مې خدمت کول دي، نو په دې برخه کې د  مشرانو اطاعت کوم او راسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ او امانتدارۍ سرته رسوم

 

رجب المرجب ۲۲/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS