ولایتي خبرونه (میدان وردګ، بغلان) د میدان وردګو ولایت په ښځینه زندان کې د خیاطۍ او ګلدوزۍ شاپ پرانیستل شو

news_admin
Sun, Feb 02 2025 9:03 AM
ولایتی

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د همکارو بنسټونو له لورې د نوموړي زندان ښځینه محبوسینو د روزنې  په موخه د خیاطۍ او ګلدوزۍ شاپ پرانیستل شو.
 د دې ولایت د زندان امر محترم مولوي صلاح الدین دا شان د رونېزو او د کسب زده‌کړو برنامو پلي کېدل د محبوسینو په ښې روزنه کې خورا  ګتور یاد کړل او د کورنیو او نړېوالو بنسټونو څخه د ورته نورو ښوونېزو او روزنېزو برنامو جوړولو غوښتنه وکړله.

د یو بل خبر له مخې، د بغلان ولایت امر او مل پلاوي یې د دې ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د  دغه ولایت د زندان امر محترم مولوي نعمت الله "سراجي" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د مرکزی بغلان ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
دا راز، نوموړي پلاوي د یادې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره هم ولیدل او هغوی له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ، د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه وکړله، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنې ته د رسېدنې  او لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وکړله.
همداراز، پلاوي د دې توقیفخونې له مسوولینو سره په خبرو کې نوموړو ته زیاته کړله چې دا زموږ او ستاسو ګډ مسوولیت دی څو د زندانیانو په ساتنه، پالنه او هغوی ته د اسانتیاوو په برابرولو کې ځانګړې پاملرنه وکړو.
 نوموړي پلاوي د یادې توقیفخونې اداري چارو، پخلنځي، امنیتي پوستې، ټاورونه او قراولونه وارزول او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

شعبان المعظم ۳/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS