مرکزي او ولايتي خبرونه( کابل، خوست، هرات، نیمروز، فراه) د پلازمیني کابل، خوست، هرات، نیمروز او  فراه ولایتونو له زندانونو څخه سلګونه کسان چې په دیني، عصري او حرفوي زده کړو کې یې برخه اخیستې او ښه ځلیدلي وو، خوشې او ځېنو زندانیانو ته د بند په موده کې تخفی

news_admin
Thu, Feb 06 2025 11:10 AM
ولایتی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د فرمانونو د پلې کولو امر محترم مولوي شهید الله "خالد" په وینا، یاد شمېر کسان د سترې محکمې د حکم په اساس د هغوی د نسبتي دوسیو له ارزونو وروسته ازاد او یو شمېر نورو زندانیانو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شوی.

د معلوماتو له مخې، د سترې محکمې د حکم په اساس د دغه شمېر کسانو له ډلې د پلازمیني کابل څخه (۱۱۸)تنه خوشې او (۱۷۳) زندانیانو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.

همداشان، د خوست ولایت له زندان څخه (۱۸۳)تنه خوشې او د (۲۸۷)تنو زندانیانو د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.

دغه راز، د هرات ولایت له زندان څخه (۱۶۵) تنه ازاد شول او د (۶۹) تنو زندانیانو د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو .

د نیمروز ولایت له زندان څخه (۲۵) تنه خوشې او (۳۳) تنو زندانیانو د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو او د فراه ولایت له زندان څخه (۵۰) تنه خوشې او (۴۵) تنو زندانیانو د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.

د نوموړو ولایتونو مسوولینو، د دوی د ازادېدو له امله مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل، څو په راتلونکې کې داسې اعمال ترسره نه کړي چې د اسلامي شریعت او افغاني ټولنې د اصولو خلاف وي.

شعبان المعظم ۷/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS