د زندانونو چارو د سمون په اداره کې د افر پرانیستې مراسم ترسره شول

news_admin
Sat, Feb 15 2025 10:01 AM
تدارکات

نن (شنبې) د زندانونو چارو د سمون په اداره کې د راتلونکي مالي کال لپاره د مرکز او ولایتونو د زندانونو لپاره د غوښې، وچې ډوډۍ، حبوباتو، مېوې او ترکارۍ د افر پرانیستې مراسم چې د دې ادارې د افر پرانېستې ټاکل شوو کمېټو پلاوو او د شرکتونو استازو شتون درلود ترسره شول.

په یادو مراسمو کې، ټاکل شوي پلاوو په خپلو خبرو کې وویل چې دا روان بهیر د اصولو سره سم پرمخ ځي او زموږ هڅه دا ده چې شرکتونه د قانون په رڼا او د کره اسنادو په درلودلو سره د استازو په شتون کې وټاکو.

دغه راز، یاد د افر پرانیستې مراسم چې د دریو کمېټو له لوري رهبري کېدل، د ګډونکوونکو پر وړاندې د افرونو پاکټونه خلاص شول او اړوند کمېټې به د ټاکل شويو معیارونو او اصولو په رڼا کې کړنې ترسره کړي.

همدا راز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د تدارکاتو مسوولینو ژمنه وکړله چې ټولې پروسې به د تدارکاتو قانون او کړنلارو پر اساس ترسره کوي ترڅو د اصلاحاتو موخې په عملي بڼه پلي شي.

 

شعبان المعظم ۱۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS