د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د مرکز کابل او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو، امرینو او نظامي مدیرانو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې او پوهاوي لوړونې په موخه د سمینار له روان بهیره لیدنه وکړله.

news_admin
Tue, Feb 18 2025 2:08 PM
دیدار از سیمینار

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" چې د مرکز او ولایتونو یو شمېر رئیسانو، امرینو او د نظامي برخې مسوولینو شتون درلود د یاد سمینار څخه د لیدنې په ترڅ کې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل چې د ادارې رهبري هڅه کوي څو د محبوسینو د ښې ساتنې او پالنې په موخه ملکي او نظامي پرسونل لپاره اسانتیاوې برابرې کړې څو وکولی شو زندانیانو ته لا ښه خدمات وړاندې کړو.

داراز، نوموړي زیاته کړله چې د یاد سمینار موخه د زندانونو د مسوولینو ترمنځ د همغږۍ زیاتوالی او په ګډه سره د ستونزو حل کول دي .

همداراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د یاد سمینار ګډونوالو ته لارښوونه وکړله چې ترلاسه کړې زده کړې او تجربې په خپلو ولایتونو کې له همکارانو سره هم شریکي کړي.

په پای کې د یاد سمینار ګډونوالو د زندانونو چارو د سمون ادارې له نظامي چارو مرستیال څخه د ورته سمینارونو د جوړولو په موخه خوښي وښوده او ژمنه یې وکړله چې ټولې لارښوونې به په سمه توګه عملي کړي.

 

 

شعبان المعظم ۱۹/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS