د زابل ولایت په زندان کې د ( ۳۰) تنو زندانیانو لپاره د موبایل جوړولو (حرفوي زده کړو)  (۳) میاشتینی کورس پیل شو

news_admin
Sat, Feb 22 2025 2:05 PM
زابل

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه او د دې  ولایت د زندان د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت له لوري په یاد زندان کې د ( ۳۰) تنو زندانیانو لپاره د موبایل جوړولو (حرفوي زده کړو)  (۳) میاشتینی کورس پیل شوه

د زابل ولایت د زندان امر محترم مولوي محمدهاشم "حقاني" په وینا دغه کورس چې درې میاشتې دوام کوي د زندان د باتجربه ښوونکو له لوري به دغو زندانیانو  ته د موبایل جوړولو اساسي  زده کړې ورکړل شي.

داراز، د نوموړي په وینا په راتلونکي کې پلان لري چې د زندانیانو د حرفوي زده کړو په موخه د مولید جوړولو تر څنګ  د ماهیانو د روزنې په موخه روزنیز کورسونه هم پیل او ترې فارغو زندانیانو ته به رسمي سندونه ورکړي.

په پای کې، یادو زندانیانو د زندانونو چارو د سمون له ادارې څخه د برابرو شویو سهولتونو او زده کړو په پار مننه وکړله.

 

شعبان المعظم ۲۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS