د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس د یاد ریاست اړوندو مسوولینو سره ناسته ترسره کړله

news_admin
Mon, Feb 24 2025 1:51 PM
رییس ارکان

د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" د دې ریاست اړوند مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او په یو شمېر مسایلو یې ورسره خبرې اترې وکړې.

په دې لیدنه کې د یاد ریاست مسوولینو د خپلو کاري کړنو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ یو لړ غوښتنې او ستونزي د نظامي چارو د معاونیت  د ارکان رئیس سره شریکې کړې.

داراز، د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس د یاد ریاست مسوولینو کړنې وستایلې او کاري چارو د لا ښه پرمخ وړلو په موخه يې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.

همدا راز، محترم مولانا زیاته کړله چې په اداري چارو کې د خپلو مشرانو اطاعت وکړئ او در سپارل شوي مسوولیتونه په پوره رېښتینوالی سره سرته ورسوئ.

 

شعبان المعظم۲۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS