د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال د میدان وردګ ولایت د زندانیانو روا غوښتنو ته د رسېدنې ژمنه وکړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیبالله "بدر" میدان وردګ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې ولایت له زندانه لیدنه وکړله او له مسوولینو سره یې د زندان او زندانیانو د وضعیت، په ځانګړې توګه د نظامي او امنیتي مسایلو په هکله خبرې وکړې.
د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د نوموړي ولایت د زندان د لوجستیک، صنعتي، کانیتین پلان او اپراسیون، کشف، د تخنیک شعبې ، قراولونه، ټاورونه، او امنیتي پوستې په جلا جلا توګه ورازولې او په دې تړاو یې د دې زندان اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
په ورته وخت کې، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د میدان وردګ ولایت د زندان د زندانیانو د خونو یا سلولونو حالت له نږدې وکوت، د هغوی خبرې او غوښتنې یې واورېدې او روا غوښتنو ته یې له خپله اړخه د رسېدنې د ژمنې ترڅنګ، د دغه زندان مسوولین هم متوجه کړل.
رمضان المبارک ۲/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت