د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کنړ ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
Sun, Mar 02 2025 12:30 PM
کنر

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د یو پلاوي په مشرۍ د کنړ  ولایت د زندان څخه د لیدنې په ترڅ کې یې له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړي.

داراز، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د کنړ ولایت د زندان له زندانیانو سره ولیدل او نوموړو هم د مسوولینو له خوا دوی سره د ښه چلند په موخه د مننې ترڅنګ، خپلې ستونزې او روا غوښتنې شریکې کړې چې د پلاوي له لورې ورته په دې برخه کې د رسېدنې ډاډ ورکړل شو.

داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ پلاوي د دغه زندان د زندانیانو او پرسونل لپاره د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځي او روغتیایې برخو څخه د لیدنې ترڅنګ یې د دې زندان د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت له نږدې وارزاوه او  د زندانیانو لا خوندي امنیت په پار یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

رمضان المبارک ۲/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS